خبرونهامنیت

٢٠ طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٤مه / باختر
٢٠ وسله وال طالبان په هلمند کې د نويوجګړو په بهير کې ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د ناوې او د نهرسراج په ولسواليو او د لښکرګاه ښار ته څېرمه د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته ونښتې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د دريمې لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو جګړو کې ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
پوځيان وايي د افغان ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته هوايي ځواکونه مرستې ته ورودانګل او د ځمکنيو ځواکونو په همکارۍ يې پر يرغلګرو بريدونه وکړل.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي. ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته