ښوونه او روزنه

په هرات کې څلور خصوصي ښوونځي وتړل شول

کابل باختردکب دمياشتې ٩ :

دهرات ولايت اوددغه ولايت دولايتي شورا اودښوونې رياست دګډهييت له خوا دخصوصي روزنيزو مرکزونو دلوست دبهير دچارو له څيړنې وروسته دڅلورو خصوصي روزنيزو ښوونځيو دفعاليت ددوام مخه ونيول شوه.

دغو ښوونځيو قانوني سندونه اودلوست جواز نه درلود.

دهرات ولايت دپوهنې رييس بصيراحمدطاهري باختراژانس ته وويل ددغو مرکزونو مسوولينو ته چې دهرات ښار په مرکز کې يي فعاليت درلود سپارښتنه شوې ده چې دفعاليت دجواز په برابرو سربيره دي دلوست کېفيت ته هم پاملرنه وکړې .

په همدي حال کې  دهرات ولايت دپوهنې رياست ويندوى معين صبور وويل   چې په هرات کې به دخصوصي روزنيزو مرکزونوفعاليت دڅارنې او کنترولو بهير دوام ومومي .

په اوس وخت کې په هرات ښارکې څلور شپيته خصوصي ښوونځي او په سلګونو روزنيز مرکزونه فعاليت کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته