ورزش

دخوشحال خان دليسو ورزشي ډګرونه نن د قومونو، قبايلو او د سرحدونو چارو وزارت د سرپرست له خوا پرانيستل شول.

کابل  باخترد   جوزا  دمياشتې  ٧ :
دخوشحال خان دليسو ورزشي ډګرونه نن د قومونو، قبايلو او د سرحدونو چارو  وزارت د سرپرست له  خوا پرانيستل شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې :
دغه ورزشي ډګرونه دامريکا دسفارت په مرسته د يوسلو شپږپنځوسوزرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړشوي دي.
دسرحدونو ، قومونو او قبايلو دچارو وزارت سرپرست  عبدالمالک صديقي  ددغو ورزشي ډګرونو د پرانيستلو په وخت کې د امريکا دسفارت دمرستو له امله مننه وکړه او ددغو ليسو له زده کوونکو څخه يې وغوښتل چې په ورزش سره خپله روغتيا تضمين کړي  اوپه پرله پسې زده کړې سره دخپلې پوهې کچه لوړه کړي .
په دې غونډۀ کې د ورزشکارانو د اتحاديې رييس احمدضيا دشتي هم د موضوع په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته