روغتیا

په جنوب زون (قندهارکې )دروغتياي ديواځيني انستيتوت پرانيستل

کابلباختر د غويي ٢١ مــــــــــــــــــــه

دلومړي ځل لپاره په کندهار ولايت کې دروغتيايي علومويو انستيتوت پرا نيستل شو.

چارواکى وايي دايواځينۍ روغتيايي ا کاډمي ده چې دطبابت په برخه کې دځوانو کادرونو دروزنې لپاره د افغانستان په جنو ب زون کې پرانيستل کيږي.

دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريادليل ددغه انستيتوت دپرانيستلو په مراسمو کې هيله و کړه چې دځوانو کادرونوپه روزنې سره په کندهار ولايت اود هيواد دجنو ب په نورو ولايتو نو کې د ميندو د مړينې په ګډون دسردزيان شمير کمښت ومومي .

ويل کيږي چې دغه ودانۍ دامريکا ئي پوځيانو له خوا ددوو مليو نو اوه سوه زرو ډالرو په لګښت په معياري ډول په دوو پوړونوکې جوړه شوې ده .

ددغه انستيتوت په ودانۍ کې شل درسي خو نې په پام کې نيول شوي دي چې په يو وخت کې به دشپږ سوه تنو محصلانو دجذب ظرفيت ولري.

دعامې روغتيا وزيره وايي چې دغه انستيتوت به له دې وروسته دطبابت له اوسنيو اړتيا وو سره سم دولادي او نسايي په ګډون په څوبيلابيلو روعتيايي څانګو کې د جنو ب زون په کچه ځوان کادرو نه وروزي .

 دې وويل چې له دغه مرکز څخه به دهيواد دجنوب زون دروغتيايي مرکزونو او روغتونونو دروغتيايي کارکوونکو دظرفيت دلوړولو لپاره هم کارواخيستل شي .

د کند هارولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکتر عبدالقيوم پخلا دعا مې روغتيا له وزارت څخه وغو ښتل چې په دې انستيتوت کې دلا براتوار اوفارمسي دڅانګو په ګډون درو غتيا يي کارکوونکو دښوونې اوروزنې لپاره نوري څانګې هم په پام کې ونيسي.

په افغا نستان کې دروغتيايي کارکوونکو د مسلکى پوهى دکچې ټيټوالى او له اوسنى طبابت سره ددوى د زياترو نه بلدتيا دخلکو سترې ستونزې بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته