فرهنګ

علمي-څيړنيزسيمينارجوړ شو

کابل باختر دليندي شپاړلسمه :
دپښتونخوا د نوښتګرشاعر، ليکوال او ژباړونکى سيدراحت زاخيلي د مړينې د پنځوسم تلين د درناوي له امله نن علمي او څيړنيز سيمينار جوړ شو.
دسرحدونو او قبايلو د چارو وزارت د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې سيمينارکې چې د سرحدونو او قبايلو د چارو د وزير ډاکتر محمد اکرم خپلواک،  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعين پوهنمل نبي فراهي، د سرحدونواو قبايلو د چارو وزارت د معينانو محمد يعقوب احمدزي او د ډاکتر سيد احمد حقبين، دعلومو اکادمى د پوهانو او د ډيورند دکرښې  د دواړو غاړو د شاعرانو او ليکوالو په ګډون جوړ شو .
لومړى دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام د سرحدونو او قبايلو د چارو د وزير له خوا ولوستل شو.
وروسته د سرحدونو اوقبايلو د چارو وزير د وينا په ترڅ کې وويل: د وګړنيو شخصيتونو او شاعرانو يادونه او د هغوى درناوي زموږ دنده ده ځکه خلک دهغوى په پوهې او افکارو وياړي .
موږ پياوړي تکړه او نوښتګر افغان شاعران، ليکوال او آزادي غوښتوونکي  شخصيتونه لرو چې په زغم، صبر او حوصلې سره يې خپلو سوله ئيزو مبارزوته دوام ورکړي دي او خپلې وګړني ولولې يې د شعرونو او ادبي پارچو په برابرولو او د داستانونو، طنز او ناول له لارې يې خلکو ته بيان کړي دي .
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين پوهنمل نبي فراهي د پياوړى فرهنګي شخصيت ، شاعر او ليکوال راحت زاخيلي ددوه ورځني سيمنيار دجوړولو په اړوند يوه عالمانه وينا واوروله  .
د يادونې وړ ده چې په دې سيمينارکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، کابل پوهنتون ، علومو اکادمي او د کويټې د پښتونخوا د ادبي غورځنګ پيغامونه د مايار، استاد احمد شاه زغم، څيړندوى  عبدالظاهر او د محمد صادق زيرک له خوا ولوستل  شول او وروسته ليکوالو او پوهانو د سيد راحت زاخيلي د ستر شخصيت او فعاليتونو په اړوند خپلې مقالې ولوستلې .
د سيمينار کار سبا هم دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته