خبرونهامنیت

ځانمرګو يرغلګرو په قندهار کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر

يوې ډلې يرغلګرو نن سهار په قندهار کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ په پيل کې يو يرغلګر په چاودېدونکو توکو بار موټر په معروف ولسوالۍ کې د دغې پوستې پر وړاندې وچاوه او نورو يرغلګرو له امنيتي ځواکونو سره په جګړه لاس پورې کړ.

د قندهار پوليسو وياند باختر آژانس ته وويل چې تراوسه ۴ يرغلګر وژل شوي دي.

هغه وويل چې کومکي ځواکونه ساحې ته استول شوي دي او جګړه لا هم دوام لري.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پېښې جزئيات وروسته خپرېږي.

ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته