کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام غازي امان الله خان روغتون ته د کابل د پروني تروریستي پېښې د ټپیانو پوښتنې ته ورغی او هغوی ته یې ډاډګېرنه ورکړه.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهوررئیس چې د ټپیانو د پوښتنې پر مهال یې د ډاکټرانو یو ټیم ملتیا کوله، د ډاکټرانو له خوا ورته د ټپيانو د وضعیت په اړه معلومات ورکړ شو.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دغه روغتون مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ