فرهنګ

افغان سندرغاړي ظاهر هويدا په حق ورسيد

کابل باختردکب دمياشتې ١٥ :

دافغانستان مشهور سندر غاړي او آهنګ جوړونکي ظاهر هويدا په حق ورسيد.

دغه وتلي هنرمند نن سهار دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه په المان کې په حق ورسيد.

هويدا  دخپل عمر پنځه څلويښت کلونه موسيقي ته وقف کړل او تل پاتي سندري يې وويلي .

هغه سندري چې ترڅو نړۍ شته  په غوږونو کې به انګازي ولري.

ظاهر هويدا دسندرو له ويلو برسيره  نورو سندرغاړوته يې په سلګونو سندري جوړي کړي .

افغان سندرغاړي فريد رستګار او دهويدا کورنۍ له باختر اژانس سره په تماس کې ددغه هنرمند مړينه تائيده کړه  ..

له ظاهرهويدا څخه  په لسګونوسندري پاتي دي .

هويدا دسندري دويلو اوسندري جوړولو دهنر ترڅنګ د سينما اوتياتر يوتکړه ممثل هم و .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين  دظاهر هويدا دمړينې له امله  دخواشيني دڅرگندولو په ترڅ کې باختر اژانس ته وويل ظاهر هويدا يو ژمن هنرمندو  ده  دتلپاتي سندرو  د ويلوترڅنګ  دهيواد نورو نومياليو هنرمندانو ته يې  هم په سلګونو پارچي سندري جوړي کړي .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دلوى خداى ج له دربار څخه دارواښاد کورنۍ ته دجميل صبرهيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته