٢٥-کابل /دوري ١٠مه / باختر :
يو ديني عالم او د هغه يو ماشوم په ننګرهار کې د ماين په چاودنه کې ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
ماين د دغه ديني عالم د سپرلۍ په موټر کې ځاى پرځاى شوي و او د لعل پورې ولسوالۍ د سربند په ساحه کې وچاودېد.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياني باختراژانس ته وويل چې په چاودنه کې ديني عالم شيدا او د هغه ماشوم ووژل شول او ديوه بل ديني عالم په ګډون دوه تنه ټپيان شول.
ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د يوه ټپي روغتيايي حالت نازک بلل شوى دى.
تراوسه پورې د دغه ماين د ځاى پرځاى کولو مسووليت چاپر غاړه نه دى اخېستى.
ختم_ ج – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ