سیاست

د افغانستان په اړه د افغانستان، چین او امریکا درې اړخیزه غونډه په نیویارک کې جوړه شوه

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٥مه
د افغانستان د سوله ییزې بیارغوني او سیمه ییزو همکاریو تر نامه لاندې د افغانستان، چین او امریکا درې اړخیزه غونډه نن په نیویارک کې جوړه شوه.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د افغانستان د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د ایران او پاکستان په ګډون د افغانستان د نورو ګاونډیانو او لویو مرسته کوونکو او همکارو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او نورو جګپوړو مقاماتو برخه اخستې وه.
غونډه د افغانستان د راتلوونکې بیا رغونې او د هیواد ستونزو ته د اساسي حل موندلو په برخه کې د سیمه ییزو همکاریو د جلب په هدف جوړه شوې وه، چې افغانستان، امریکا او چین یې په ګډه مشري کوله.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې افغانستان په تیرو کلونوکې پرمختګونه ولې، لا هم له یو شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
د دهه په خبره، چې دا ستونزي د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره مشترکې ستونزې دي او په کار ده، چې سیمه او نړۍ یې د حل لپاره مشترکې هڅې وکړي.
ده وویل: افغانستان د یوه منظم پلان له مخې د اصلاحاتو، پر ځان بسیا کیدنې او امنیتي وضعیت د بهترۍ لپاره کار کوي، خو د دې پلان تطبیق هم د نړیوالو مرسته کوونکو، همکارو هیوادونو او زموږ د ګاونډیانو رښتینې همکارۍ ته اړتیا لري.
ډاکټر عبدالله زیاته کړه، افراطیت او ترهګري په سیمه کې زموږ مشترک چلنجونه دي او اړتیا ده چې د سیمې هیوادونه له دې پدیدو د خپلو اهدافو تر لاسه کولو لړۍ پای ته ورسوي، که نه، نو دوی به هم ورڅخه په امان کې پاته نشي.
ده یادونه وکړه، چې افغانستان یوه شفافه بهرنۍ پالیسي لري او په دې پالیسۍ کې له یوه هیواد سره ښې اړیکې بل هیواد ته ضربه نه رسوي.
د هیواد اجرائیه رئیس دغه راز وویل، د تروریزم په مخنیوي کې د سیمي هیوادونه، په خاصه توګه پاکستان ستره ونډه لري او اړتیا ده، چې دغه مسؤلیت په سمه توګه ادا کړي.
دهزیاته کړه چې هیواد یې د سولې خبرو او راتګ ته هیله مند دی، خو په خبره یې، چې د سولې هر ډول خبرې باید مطلوبې پایلې له ځان سره ولري.
د افغانستان په اړه دغې درې اړخیزې غونډې ته د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل چې هیواد یې د افغانستان د ملي یو والي له حکومته بشپړ ملاتړ کوي او ټول اصلاحي پروګرامونه، چې د حکومت رهبرانو په کار اچولي؛ ستايي.
ده زیاته کړه، امریکا د اوږدې مودې لپاره د افغانستان ملګرې ده او کار کوي، چې د حالت د سمون او سیمه ییزو همکاریو د زیاتوالي لپاره لازم شرایط او زمینه مساعده کړي.
ده وویل، د افغان حکومت د اهدافو د تحقق او وضعیت د بهترۍ لپاره د چین مرسته اساسي ارزښت لري او د امریکا متحد ایالاتونه د چین د ولسي جمهوریت هر ډول همکارۍ او اشتراک ته ښه راغلاست وايي.
کري یادونه وکړه: افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټول هیواد امنیتي مسؤلیت پر غاړه اخستی او دا د افغانانو لپاره یوه له اساسي لاسته راوړنو څخه ده، چې موږ یې ستاینه کوو.
ده د افغانستان په ټاکنیز نظام کې د اساسي بدلونونو راتګ، له فساد سره د کلکې مبارزې، د نشه یې توکو پر ضد د هڅو زیاتوالی او د افغانستان د ګاونډیو او سیمه ییزو لوبغاړو اړینه همکاري د راتلوونکو اهدافو تحقق ته اساسي ټکي وبلل.
دهوویل چې د ملي یووالي حکومت له راتګه وروسته دغه هیواد د امریکا لپاره د یوه ډاډمن او قوي متحد حیثیت خپل کړی او امریکا یې په ټوله معنی ملاتړ او کمک ته ولاړه ده.
دهه د افغانستان له نړیوالو متحدینو وغوښتل، چې دغه هیواد د خپلو پروګرامونو او اجنډاوو په سر کې ونیسي او د مشترکو چلنجونو پر ضد مشترکې هڅي وکړي.
غونډې ته د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل، چې دوی د ملي یووالي له حکومت او ټولو اصلاحي پروګرامونو، چې رهبرانو یې په لاره اچولي، په کلکه ملاتړ کوي.
ده زیاته کړه، افغانستان د سیمې د نښلولو لپاره ډېره ښه موقعیت لري او له دې موقعیته په استفاده ډيرښه اقتصادي فرصتونه ایجاد شوي دي.
د ښاغلي يي په خبره، چې د اقتصادي فرصتونو څخه د ګټې اخستنې او اساسي بیارغوني لپاره اړتیا ده، چې د افغانستان امنیت بهتر شي او امنیت بیرته د سیمې هیوادونو په همکارۍ سمېدای شي.
ده او د سیمه ییزو چلنجونو او خنډونو سره د مبارزې لپاره د افغانستان سره همکاري د ټولو هیوادونو مسؤلیت وباله او وویل، چی دوی په ټوله معنی په افغانستان کې د سیاسي ثبات او هر اړخیزو اصلاحاتو لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل: افغانستان باید په ټولو سیمه ییزو او نړیوالو مسئلو کې اړینه ونډه ولري او دا کار هغه وخت شونی دی، چې سیمه ییز او نړیوال متحدین خپل مسؤلیت په لازمه توګه ادا کړي.
د افغانستان د سوله ییزې بیارغونې او سیمه ییزو همکاریو تر نامه لاندې د افغانستان، چین او امریکا درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د نورو همکارو هیوادونو استازو هم د ملي یووالي له حکومته ملاتړ او د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د چین، امریکا، هند او پاکستان په ګډون د افغانستان نړیوالو متحدینو د افغانستان په مشرۍ د سولې له خبرو او د زیات وخت لپاره د افغانستان سره د خپلې همکارۍ، ملاتړ او ملګرتیا اعلام وکړ.
د غونډې په پای کې د ټاکل شوو اهدافو د تحقق او د سیمه ییزو هکاریو د جلب په موخه مشترکه اعلامیه هم صادره شوه.#  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته