امنیت

څليرويشت چسپکي ماينونه شنډ کړى شول

کابل باختر دليندي اته ويشتمه :
څليرويشت چسپکي ماينونه نن دننګرهار ولايت د تورخم دسيمې په مربوطاتوکې کشف او شنډ کړى شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د٢٠١ سيلاب قول اردو د تطهير دټولې منسوبينو درې ځانمرګي واسکټونه او دوه لاسي بمونه هم د تورخم دسيمې په مربوطاتوکې کشف او ترلاسه کړل .
ديوبل خبر له مخې: دپکتکيا ولايت د برملي ولسوالۍ په مربوطاتوکې په واټ کې دښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله دملي اردو يومنسوب شهيد او دوه تنه نور يې ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته