امنیت

ديارلس تنه طالبان په زابل کې ووژل شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٢ :    
په زابل ولايت کې  تيره شپه دنويو  جګړو په بهيرکې طالبانو ته دسر زيات زيان اوښتى دى.
دغه جګړې ددغه ولايت  په ځينو سيمو کې رامنځته شوي دي .
لومړۍ جګړه  په شاجوى ولسوالۍ کې هغه وخت  ونښته چې طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريدوکړ.
د زابل ولايت دپوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي په دې جګړه کې  پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې :   اووه تنه وسله وال طالبان دزابل ولايت په ميزان ولسوالۍ
کې  له پوځيانو سره  په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه تيره شپه  دميزان ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې طالبانو غوښتل ديو مسافروړنکي موټر سپرلۍ وتښتوي.
دزابل پوليس وايي چې په دې  جګړه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږئ  په دې جګړه کې سرتيرو اوسپرليو ته  زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې درې تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې ديوې بلې جګړې په بهيرکې  ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار په شهرصفا ولسوالۍ کې  ددوى په پټنځي دپوځيانو له خوا بريد وشو.                    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته