ټولنه

په ايبکو ښارکې يو جامع جومات پراخ کړى شو.

کابل – باختر دسلواغۍ اوومه :
دڅه دپاسه شپيتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت دايبکو ښار په پشه خانه ګذر کې دحضرت علي (ک)جامع جومات پراخ کړى شو.
دغه جومات چې پخوا پنځه سوه تنه لمونځ کوونکې پکې ځايدل اوس يوزرو سل تنه پکې ځايږي.
دسمنګانو ولايت دحج او اوقاقو رياست دجوماتونو مدير مولوي سيدعبدالفريد هاشمي باختر آژانس ته وويل:دغه جومات دحج او اوقافو رياست او دسيمې دخلکو په مرسته د دوه سوه متره مربع ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول پراخ شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته