کابل باختر د زمري دويمه :
په ننګرهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار ددغه ولايت له ګڼ ميشتو سيمو څخه ديارلس ماينونه کشف کړل .
په ننګرهار ولايت کې يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې دغه ماينونه دسيمې دخلکوپه همکارى دننګرهار ولايت له مربوطاتو څخه کشف شول .
تراوسه پورې هيچا ددغې ماين ښخونې مسووليت په غاړه نه دى اخستى خو ځينې خبرځايونه وسله وال طالبان ددغې ماين ښخونې عامل بولي .
ختم- عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ