سیاست

د “امن او ثبات” کنفرانس په کابل کې پيل شو

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د “امن او ثبات” کنفرانس د افغان مقاماتو او د پښتونخوا د قبايلي مشرانو او د پاکستان د بلوچستان د مشرانو په ګډون نن په کابل کې پيل شو.
د سرحدونو او قبايلو وزارت د دفتر رييس مجيب لحاظ د څرګندونو له مخې؛ د “امن او ثبات” کنفرانس په کابل کې پيل شو چې دوه ورځې دوام کوي او د حکومت، د ولسي جرګې استازو او د خيبرپښتونخوا او د پاکستان د بلوچستان ايالت اغېزمنو څېرو پکې ګډون کړى دى.
مجيب لحاظ وويل: د پښتونخوا او بلوچستان سياسي او فرهنګي څېرې محمد بيلور، سردار حسين بابک، جميله ګيلاني، اکبر حوسي، لابيه يوسفزۍ، افضل خاموش، شکيل وحيدالله، فاطما فېروز، وژمه فېروز او اکبر هوتي په دغه کنفرانس کې ګډون کړى دى.
په دغه کنفرانس کې په افغانستان او سيمه کې د امن او ثبات په اړوند خبرې اترې کېږي.
د دولت مشرتابه به د دغه کنفرانس ترڅنګ د کنفرانس له برخه والو سره جلا جلا کتنې وکړي.
د دغه دوه ورځني کنفرانس اصلي موخه په افغانستان کې د سولې د فرصتونو او موجودو چلنجونو ته د حل لارې د لټولو په اړه خبرې اترې دي.
مخکې هم د خيبرپښتونخوا يوشمېر پېژندل شوي سياسي څېرو د افغانستان د سولې په اړه خپلې نظريې له افغان مقاماتو سره شريکې کړې دي او په دې اړوند يې خبرې اترې کړې دي.
دغه راز هغوى په ډيورنډ کرښه کې د ازغن سيم د لګولو په اړه غبرګون ښودلی دى او ويلي دي چې دغه کار نه شي کولاى د ډيورنډ کرښې په دواړو خواووکې قبايل له يو بل جلا کړي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته