سیاست

پرمختایي کارونه باید انډولیز وي

 کابل / د زمري ۷ مه / باختر
د څلورو لسیزو تپل شویو جګړو د افغانستان زېربناوې ویجاړې کړي دي او نن ټول هېواد بیا رغاونې ته اړتیا لري. د هر ولایت اوسېدونکي په خپلو اړوندو سیمو کې د بیارغاونې پروژې غواړي. اړتیاوې زښتې ډېرې دي او امکانات خورا محدود. خلک ډېر څه غواړي او دا یې حق هم دی؛ خو دا هرڅه باید د امکاناتو په چوکاټ کې ترسره شي. د دې لپاره چې هېواد ښه پرمختګ وکړي او د ټولو ولایتونو اړتیاوې په پام کې ونیول شي، نو انډولیزو پرمختیایي کارونو او پروژو ته اړتیا ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
ټول ولایتونه، ټول ښارونه، ولسوالۍ، کلي او بانډې د پرمختګ حق لري او باید پاملرنه ورته وشي. له بده مرغه په تېرو څولسیزو کې یوه ستونزه او نیمګړتیا دا وه چې ځینو سیمو ته ډېره پاملرنه کېده او نورو ته کمه. که کومې سیمې به په مرکزي حکومت کې کلک ملاتړ درلود، ډېرې څوکۍ به یې درلودې او یا د عامو خلکو په ژبه یې ووایو، زور به یې درلود، نو هغو به خپلو سیمو ته پروژې اخیستې، د پرمختګ امکانات به یې ورته برابرول او نورې سیمې به بې برخې او محرومې پاتې کېدې.
په هېواد کې روانې ناخوالې په تېره بیا نا امنۍ ګڼ لاملونه لري، خو یولامل یې دا دی چې یو شمېر سیمې د مرکزي حکومت له پامه ولوېدې او په  لوی لاس په هغو سیمو کې د وسله والومخالفانو د فعالیت لپاره شرایط برابر شول. که مرکزي حکومت له همغه پيله انډولیزې پرمختیا ته لومړیتوب ورکړی وای، نو نن به موږ له یو شمېر مهمو ستونزو سره مخ نه وای.
اوس هم د انډولیزې پرمختیا موضوع باید یو ستر لومړیتوب وګڼل شي، که مرکزي حکومت دې موضوع ته لومړیتوب ورنه کړي، نو بیا د مرکز او ولایتونو، د ښارونو او کلیو او همدارنګه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ترمنځ تفاوتونه ګڼې ټولنیزې ستونزې رامنځ ته کوي، پر حکومت د خلکو باور کمزوری کوي او د وسله والو مخالفانو لپاره د مرکزي حکومت پر خلاف د منفي تبلیغاتو زمینه برابروي.
د انډولیزې پرمختیا لپاره باید په لومړي ګام کې د هر ولایت اړتیاوې په هر اړخیزه او ژوره توګه وڅېړل شي. په دويم ګام کې باید د ټولو ولایتونو اړتیاوو ته کتنه وشي او بیا دا ولایتونه سره پرتله کړای او د دغې پرتلې پر بنسټ د هر ولایت اساسي اړتیاوې په ګوته کړای شي.
د بېلګې په توګه ښایي په یو ولایت کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا ولري، په یو بل ولایت کې بیا خلک د څښاک اوبه لري، نورې اسانتیاوې هم لري، خو داسې څه غواړي چې هغه د ژوندانه لپاره د اوبو په څېر لومړیتوب نه لري، نو په دغه راز حالت کې حق د هغه ولایت دی چې اوسېدونکي یې د څښاک پاکې اوبه نه لري. یانې د هر ولایت د خلکو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو ته باید لومړیتوب ورکړ شي.
د جمهوررییس لیدلوری دا دی چې ټولې مادي او بشري منابع باید د ولایتونو ترمنځ په انډولیزه توګه ووېشل شي او ولایتونه محروم پاتې نه شي. د دغه لیدلوري په رڼا کې یوې هر اړخیزې او بشپړې مطالعې ته اړتیا ده.
پاى/ ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته