امنیت

دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ منسوبانو وستايل شول .

کابل باختر د مرغومي اوومه :
د ٣٠٣  سپين غر زون دقوماندانۍ مشرتابه  دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ يوشمير افسران او سرتيري  چې دوروستيو عملياتوپه بهير کې  يې وړتيا ښودلې وه  وستايل .
  دپوليسو د ٣٠٣  سپين غر  زون دقوماندانۍ مرستيال اوسرپرست مل پاسوال رحمان الدين رحمان په خپلو  خبرو کې دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دمنسوبانو دکړو وړو اوبرياليتوبونو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې دپوليسو ټولو ځواکونو دلوى خداى (ج )  درضايت دترلاسه کولو او دخلکو دامنيت دتامينولو په خاطر  دهمت ملاتړلې ده .
  دغه راز دلوګر ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال حشمت الله  عليزي هم په خبرو کې مکافات اومجازات دظرفيتونو دلوړولو او ښه والي  په لاره کې پرځاى او مهم ګام وباله اوزياته يې کړه چې امنيتي ځواکونوپه دغه ولايت کې دوروستيو عملياتو  په بهير کې ددولت په وسله والو مخالفانو ځپنده اومرګاني ګوزارونه کړي دي چې له امله يې لسګونوتنو مخالفانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . 
عليزي زياته کړه چې دلوګر دپوليسو ځواکونو دژمي په بهير کې  دښو امنيتي تدبيرونو او ددولت په وسله والو مخالفنو دځپنده ګوزارونو په خاطر جدي تدبيرونه  ترلاس لاندې نيولي دي او نه پريږدي  چې دهېواد او خلکو دښمنان زموږ ارامه فضا ګډوډه  کړي .
دغونډي په پاى کې هغه منسوبان چې په وروستيو عملياتو کې يې وړتيا اوزړورتيا ښودلې وه دپوليسو دميړانې مډال او دستاين  ليکونو په ورکولو سره وستايل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته