سیاست

جمهوررئیس غني: زموږد دولتدارۍپه فرهنګ کې باید بنیادي بدلونونه راشي

کابل باختردتلې دمياشتې  ١٢ نيټه :
د افغانستان داسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمداشرف غني په حضور کې پرون مازدېګر د افغانستان د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت  مجتمع پرون ماسپښین پرانیستل شوه.
په هغومراسمو کې چې په همدې مناسبت په ارګ کې جوړ شول، لومړی د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې مرستیال عبدالسبحان رووف په دې مجتمع کې د افغانستان د غړیتوب د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل  وېې ویل: د پرانیستې دولتدارۍ مشارکت یا(OGP) Open Government Partnership  د شفافیت، حساب او ځواب ورکولو        د ارتقا، د حکومتونو د ځواب ویلو او د وګړو  د وړتیا لوړولو په خاطر په  ۲۰۱۱ کال کې تاسیس  شو او تر دې مهاله ۷۵ هېوادونه توانېدلي چې  د دې بنسټ غړیتوب ترلاسه کړي.
د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې مرستیال زیاته کړه: د افغانستان دولت د ۸۸ سلنې معیارونو په پوره کولو سره توانېدلی چې د پرانیستې دولتدارۍ مشارکت غړیتوب د ۱۳۹۵ کال د لېندۍپه ۱۸ نېټه ترلاسه کړي.
رووف څرګنده کړه :هغه دولتونه چې د پرانیستې دولتدارۍ مشارکت غړیتوب ترلاسه کړي،ژمن ګرځي چې دخپل ملي عمل برنامه دځواب ورکولو، حساب ورکولو، او  د خپلو وطنوالو سره د مشارکت له لارې شفافیت، طرحه او تطبیق کړي.
هغه زیاته کړه، غړي دولتونه باید د خپل ملي عمل برنامو د طرحې او تطبیق په خاطرد پرانیستې دولتدارۍ د ملي مشارکت مجتمع رامنځته کړي او د افغانستان دولت په دې برخه کې اساسي اجراات، له هغې ډلې د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست په چوکاټ کې د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت سکرتریت  د رامنځته کېدو، د ستراتېژیکو اسنادو مرور او په ملي ژبو د مهمو اسنادو ژباړه، د وزاتونو او خپلواکو ادارو سره د مقدماتي غونډو جوړول، د افغانستان د پرانیستې دولتدارۍ مشارکت د طرحې ترتیب، دمدني ټولنو د ګمارنې کمېټې ایجاد او د پرانیستې دولتدارۍ مجتمع کې په شرایطو برابرو ۱۵ مدني بنسټونو انتخاب، کړي دي.
وروسته ډاکټرې ثریا یوسفزۍ د افغانستان پرانیستې دولتدارۍ مشارکت مجتمع ته د مدني بنسټونو د ګمارنې کمېټې رئیسې خبرې وکړې ويې ویل: ښه حکومتولي د نظام د مشروعیت ، د ملت پراخ سیاسي ګډون، دمناسب محیط رامنځته کېدل،د قانون حاکمیت، د بشري ارزښتونو  رعایتولو، د خلکو لپاره د حساب ورکولو د فرهنګ،  په نظام کې شفافیت، په ملي او بین المللي  برنامو کې د مسوولیت منلو اصل د بنسټي کولو لامل ګرځي او د بارز نظام په جوړښت کې د تعادل او توازن رامنځته کېدو لاره پرانیزي.
هغې هیله څرګنده کړه، چې د دولت او مدني ټولنې د استازو په ګډون ددې مجتمع رامنځته کېدل دښې حکومتولۍاصل ته په رسېدو تمام شي او له دې لارې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن راکم شي.
ډاکټرې ثریا یوسفزۍ وویل، په دې هېواد کې باید د معافیت فرهنګ پای ومومي او ټول په هر مقام او منصب کې چې یوو، قانون په خپل ځان او خپلو بچیانو تطبیق کړو.
وروسته  د افغانستان پرانیستې دولتدارۍ مشارکت مجتمع سکرتر خلیل الرحمن متوکل د افغانستان پرانیستې دولتدارۍ مشارکت مجتمع کې د غړیتوب د تصویب په اړه د جمهور رئیس حکم، ولوست.
وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو خبرې وکړې، ویې ویل: په دې بنسټ کې د افغانستان غړیتوب، افغانستان دښې حکومتولۍ په برخه کې خپله ژمنه نندارې ته وړاندې کړه.
هغه زیاته کړه، د دې برنامې پیل د ښې حکومتولۍ په برخه کې نیک ګام دی چې له دې څخه په استفادې د افغانستان حکومت او مدني ټولنه کولای شي ګډ کار سره وکړي.
تادامیچي یاماماتو وویل، افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د عدلي او قضایي مرکز په ایجاد او د اداري فساد پر ضد د مبارزې ستراتیژۍ تصویب سره، ښه پرمختګونه لرلي دي.
جمهور رئیس غني د یادو خبرو او معلوماتو له اورېدو وروسته په خپلو خبرو کې وویل: امید دی چې نن ورځ د هېواد په تاریخ کې داسې ثبت شي چې د افغانستان دولت او ملت د اساسي قانون د عملي کېدو په خاطر قاطع تصمیم نيولی دی.
د هېواد جمهوررئیس وویل:  معلوماتو ته لاسرسی او حکومتولي چې په مردم سالارۍ استوار وي د اساسي قانون اصل جوړوي.
هغه زیاته کړه چې پرانیستې دولتدارۍ ته ژمنتیا زموږ د اساسي قانون د اجرا وسیله ده.
جمهوررئیس څرګنده کړه: د افغانستان اساسي قانون دولت مکلفوي چې د خپلو هېوادوالو حقوق عملي کړي. دا چې هېڅ افغان له بل افغان څخه لوړ یا کم نه دی، زما مقوله نه ده، بلکې  زموږ د اساسي قانون فرمایش دی او باید هغه عملي کړو.
هغه زیاته کړه: په هېواد کې د تصمیم نیولو تاریخ د تړلو او د پردې او پلنو دېوالونو تر شا تصمیمونو کیسه کوي او د هغه پایله دا وه چې خپل خلک یې په تصمیم نیولو کې شامل نه ګڼل.
جمهور رئیس وویل: دولسواکۍ لورته حرکت له یوې تړلې حکومتولۍ څخه یوې پرانیستې حکومتولی ته دی.
هغه دې ته په اشارې چې موږ ته اوس دقیق نفوس، د لګښتونو پایلې او د خپلو مامورینو دقیق شمېر نه دی معلوم وویل: په ساده ټکو پرانیستې دولتداري داده چې خلک پوه شي پیسې چېرې مصرفېږي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه: هر وزارت مجبور دی چې د خپلې مقررۍ ټول سیستم د خلکو په اختیار کې ورکړي او وزیران باید په اساسي توګه وښیي چې تصمیم نیول یې د روابطواو که د ضوابطو په اساس دی.
هغه څرګنده کړه، کله چې د پرانیستې دولتدارۍ نوم اخلو باید       د افغانستان هرې لوېشت ته په عین سترګه او ښځې او سړي او ځوان او زوړ ته له یوه لیدلوري وګورو.
محمد اشرف غني وویل: زموږ د دولتدارۍ میراث له اساسي قانون سره په تضاد کې دی او دا میراث قدرت محور دی او موږ غواړو له قدرت څخه د وسیلې په توګه استفاده وکړو، نه د کار او حساب ورکولو.
جمهور رئیس وویل: د مدني ټولنې رول ډېر ځانګړی دی ، په دې مانا چې که غواړئ مسوول دولت ولرئ، نو مسوول مارکېټ او مسووله مدني ټولنه هم ولرئ.
جمهور رئیس غني زیاته کړه: دولتداري د اصولو او قوانینو په اساس تشکیلېږي.
هغه څرګنده کړه: د تعهد بنیادي نقطه داده چې خپلې ستونزې باید په واضح توګه تشریح کړو.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، معلوماتو ته لاسرسی د حقونو د تامین لپاره بنیادي نقطه ده او له دې جهته د معلوماتو ستونزه ډېره جدي وي.
هغه زیاته کړه، ټول وزارتونه او خپلواکې ادارې دې د معلوماتو ورکولو فرهنګ کې یو بنیادي بدلون راوړي.
جمهور رئیس وویل: زموږ د دولتدارۍ فرهنګ کې باید بنیادي بدلونونه رامنځته شي. زموږ فرهنګ باید وطنوال محوره وي، ځکه وطنوال تر لاس لاندې نه دی، وطنوال د دې وطن مالک دی چې په سختو بحراني شرایطو کې یې د هغه ساتنه کړې.
هغه زیاته کړه: څومره چې د افغانستان اوسېدونکي بېوزله و او د هېواد په لیرې سیموکې یې ژوند کاوه، نو په هماغه اندازه یې د دې هېواد د ساتنې او بقا ژمنتیا زیاته وه.
جمهور رئیس غني ټینګار وکړ چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه هم باید هېر نشي.
هغه وویل، نن د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د اساسي قانون تعهد په خپل سر او وینو عملي کوي.
هغه همدارنګه د شهیدانو کورنیو ته په رسیدګۍ ټینګار وکړ وېې ویل: خبرې او عمل باید يو .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته