امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکي ونيول شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١
د جوزجان ولايت امنيتي ځواکونو نن د يوځانمرګى بريد مخه ونيوله.
دجوزجان ولايت مرستيال عبدالرحمن دباختر آژانس خبريال ته وويل: د استخباراتي معلوماتو له مخې امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو د نيولو لپاره عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې د يوځانمرګى يرغلګر په ګډون پنځه تنه ډار اچوونکى ونيول شول .
خبرځاى زياته کړه: دغوکسانو غوښتل په دغه ولايت کې په يوې دولتي ودانۍ بريد وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته