امنیت

حامد کرزي د قندهار پر هوایي ډګر تروریستي برید په کلکوټکووغانده

کابل باختر د ليندۍ  اتلسمه
د افغانستان پخواني جمهور ریس حامد کرزي د قندهار پر هوایي ډګر تروریستي برید چې له امله یې زمونږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، په کلکو ټکو وغانده.
دپخواني جمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
حامد کرزي د ملکي او بې دفاع خلکو وژنه د ټولو اسلامي، انساني او نړیوالو موازینو پر خلاف وباله او زیاته یې کړه چې په هېواد کې دا ډول بریدونه د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا ترسره کېږي.
حامد کرزی د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدا (ج) له درباره د دغې پېښې شهیدانو ته د جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا اهيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته