ټولنه

ولایتونوته د۱۳۹۸کال د برېښنا رسونې پلان لپاره د نظرغوښتنې ملي برنامه ترسره شوه

کابل/باختر/ د مرغومي د میاشتې ۱۹مه
د افغانستان برېښنا شرکت د یوه نوښت پر بنسټ او د برېښنا رسونې په برخه کې د ملي یووالي حکومت د ژمنو د عملي کېدو په موخه، ولایتونو ته د ۱۳۹۸ کال د برېښنا رسونې پلان لپاره د نظر غوښتنې ملي برنامه په لاره واچوله.
د نظر غوښتنې په دې ملي برنامه کې، د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه پلاوی، د برېښنا د لومړي او دویمو واحدونو د ريیسانو په ګډون د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له والیانو او مرستیال والیانو سره د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د برېښنا رسونې راتلوونکي پلانونه شریک، تشریح او د والیانو وړاندیزونه یې د دې پلان د لا بډایه کولو او ښه عملي کېدو په برخه کې واخیستل.
همدارنګه، د نظر غوښتنې په دې ملي برنامه کې په افغانستان کې د برېښنا د عمومي وضعیت په اړوند، د مرستیال والیانو او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د لا نورو همغږیو د رامنځ ته کولو په هکله بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
له بله اړخه، ولایتونو ته د ۱۳۹۸ کال د برېښنا رسونې پلان لپاره د نظر غوښتنې ملي برنامې په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت او ځینو نورو شرکتونو ترمنځ د برېښنا رسونې په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه څو هوکړه لیکونه او قراردادونه هم لاسلیک شول.
په یادو هوکړه لیکونو او قراردادونوکې د افغانستان برېښنا شرکت او کابل الف تای تجارتي او لوژستیکي شرکت ترمنځ د هوشمند میترونو د نصبولو هوکړه لیک لاسلیکول، د افغانستان برېښنا شرکت او پښتنۍ بانک ترمنځ د بانکي خدمتونو د قرارداد لاسلیکول او د برېښنا بلونو د ورکړې لپاره د اتصالات د ام – حواله شرکت، د افغانستان برېښنا شرکت او پښتنۍ بانک ترمنځ د لاسلیک شوي قرارداد تجدید او تعدیل شامل دي.
د اتصالات د ام – حواله شرکت، د افغانستان برېښنا شرکت او پښتنۍ بانک ترمنځ پخوانی قرارداد یوازې د کابل ښار لپاره لاسلیک شوی وو چې له تعدیل سره به یې یاد خدمتونه پنځو لویو حوزو ته هم وغځیږي.
د یادونې وړ ده چې د یادو هوکړه لیکونو او قراردادونو په لاسلیک سره به د برېښنا د ضایعاتو د تفکیک او د پيریدونکو له لوري د برېښنا بِل د تحویلولو په برخو کې لا ډیرې نورې آسانتیاوې رامنځ ته شي.
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته