سیاست

د وزيرانو شورا د قوانينو دکميټې غونډه جوړه شوه .

٤٦-کابل باختر  دچنګاښ دريمه

 د وزيرانو شورا د قوانينو دکميټې غونډه نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال او ددغې کميټې درييس مارشال  محمد قسيم فهيم  په مشري جوړه شوه  .

باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې، په دې  غونډه کې  له اجندا سره سم دولايتي شوراګانو دقانون ، ددولت د قضاياو دقانون او داټومي انرژۍ  دقانون طرحې او دپست دمقرراتو په داخلي  سرويس  کې دپستي مراسلاتو د خاصو اجورو په دويمه ګڼه جدول کې دليکل شوي  ديارلسم جز دبيا تعديل طرحه وڅيړل شو ه .

 ددغې غونډې په پيل کې د جمهوري رياست  لومړي مرستيال  د خبرو وړ قوانينو دطرحو د ارزښت، ددرجې په اړوند  دمجلس غړو ته ديو لړ مطالبو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې ددغو قوانينو په تدقيق  او څيړنه کې دقت په حقيقت کې  دخلکو او داړوندو مرکزونو دستونزو دحل کولو په لاره کې  دعملي ګامونو اخستل دي .

  وروسته دعدليې وزير په ترتيب سره دولايتي شوراګانو دقانون ، ددولت دقضاياو  دقانون او داټومي انرژۍ دقانون طرحې  او دپست دمقرراتو په داخلي   سرويس کې  دپستي مراسلاتو دخاصو اجورو په دويمه ګڼه جدول کې دليکل شوي ديارلسم جز  دتعديل طرحه غونډې ته  وړاندي کړ .

 غونډې  ددغو قوانينو هره يو طرحه په جلا جلا ډول  وڅيړله او داصلاحي نظريو وړانديزونو  او ټکو له اوريدو  وروسته  يې پريکړه وکړه چې دولايتي شوراګانو دقانون طرحه چې په ولايتي  شوراګانو پورې داړوندو چارو دتنظيم ، له سيمه ئيزو ادارو او له سيمه ئيزو شوراګانو او دولايت دکليو دشوراګانو او اوسيدونکو سره د هغو داړيکو  دتظيم اوپه ولايت پورې په اړوندو مسئلو کې دسلامشورو دوړاندى کولو په خاطر برابره  شوې ده بيا کتنې ته اړتيا لري په همدې  مقصد غونډې دعدليې دوزير تر نظر لاندې  او په عدلي او قضايي چارو کې  د سلاکار وزير محمد اشرف  رسولي ، دعدلي او حقوقي مشورتي بورد درييس نصر الله ستانکزي  ، دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکي اداري درييس  عبدالخالق فراهي  او دانتخاباتو دکميسيون داستازي  په غړيتوب  يې يوه کميټه موظفه  کړه چې دغه طرحه دى  بيا وڅيړي او اصلاح شوي طرحه دى دوزيرانو شورا دقوانينو دکميټې يوې غونډې ته وسپاري .

  ددولت دقضاياو دقانون طرحه چې په هغې  کې ددولت په استازيتوب  دعامه شتمنيو  ساتنه اوددعوا په اقامه کولو پورې داړوندو چارو او ددعوا دفع کولو او په قضايي څارنې پورې داړوندو چارو تنظيم په پام کې دي ، دغونډې دبرخه والو غړو له خوا دوړاندي شويو پيشنهادونو او اصلاحاتو په پام کې نيولو سره تاييد شوه او د وروستيو  پړاونو دبشپړولو په مقصد  دوزيرانوشورا ته وسپارل شوه .

 داټومي انرژۍ دقانون طرحه چې په ګټوره توګه دسوله ئيزو مقصدونو لپاره له اټومي انرژۍ  څخه د استفادې   دراډيو اکتيف  دموادو دهغو دزيرمودمصوونيت او امنيت دتامينولو ، دراډيو اکتيف دموادو دخپريدو او استعمال دمخنيوي او دژوندانه دچاپيريال د مصوونيت  په مقصد برابره شوې تاييده او دوزيرانو شورا ته  وړاندي شوه .

 د پست دمقرراتو په داخلي سرويس   کې د پستي مراسلاتو د خاصو اجورو په دويمه ګڼه جدول کې ليکل شوى د  ١٣ جز  دبيا تعديل  طرحه هم دواردو شويو اصلاحاتو په پام کې نيولو سره تاييده شوه او دوروستيو پړاونو له بشپړولو  لپاره دوزيرانو شورا ته وسپارل شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته