نړۍ

د آلمان حکومت د پناه غوښتنې بدلونونه تصويب کړل

برلين  باختر دتلې اتمه 
دآلمان حکومت په دغه هيوادکې دپناه غوښتنې د قانون دبدلون لپاره پيشنهادونه تصويب کړل.
د دغو بدلونونو هدف له ډيل پرته د هغو لسګونو زرو تنو پناه غوښتونکو د حالت څېړنه ده چې په وروستيو اوونيوکې آلمان ته رسيدلي دي .
  د هغوکسانو د شمېر په زياتوالي سره چې په آلمان کې پناه غواړي؛ د دغه هيواد حکومت ډير ژر د دغو پناه غوښتوونکو د حالت څيړنې ته وردانګلي دي.
د آلمان کابينې پرون هغه پيشنهادي بدلونونه تصويب کړل چې تېره اوونۍ دآلمان د شپاړلسو ايالتونو له استازو سره د کابينې د غړو په غونډه کې تدوين شوي و .
په دغو بدلونونو سره به د پناه غوښتنې د غوښتن ليک منل ياردول زيات ګړندي شي او د پناه غوښتوونکو د نويو استوګنځيو د جوړولو کار به هم آسانه شي .
سربېره پردې د هغو کسانو ايستل به هم ګړندي شي چې د هغوى دپناه غوښتنې  غوښتن ليکونه رد شوي دي .
د آلمان دپناه غوښتنې په نوي قانون کې د بالکان د حوزې درې نور هيوادونه (البانيا، کوسوو او د مونتنګرو) هم د امن د مبدا هيوادونو په ټولګه کې ور زيات شول چې  له امله يې د دغو هيوادونو اتباع د پناه غوښتنې په قانون کې نه شامليږي  او خپل هيوادته د هغوى چټک ستنول په له کمو قانوني خنډونو سره مخامخ شي.
د آلمان حکومت د خپل دغه قانون په باره کې ويلي دي چې په دغو دريو هيوادونوکې سياسي څارنه او غيرقانوني مجازات شتون نه لري او په نتيجه کې دوى د امن هيوادونو په فهرست کې زيات شوي دي.
د آلمان حکومت په پام کې لري، له دې وروسته هغه کسان چې د پناه غوښتنې غوښتن ليکونه يې نه دي منل شوي او په قانوني مهلت کې هم په خپله خوښه له دغه هيوادڅخه نه دي وتلې؛ يه ډيرلنډممکن وخت کې او له خبردارى پرته له آلمان څخه ووځي .
ټاکل شوې ده له دې وروسته ټول پناه غوښتوونکي د دوى د پناه غوښتنې د غوښتن ليکونو د څيړنې د بهير ترپاى ته رسيدو پورې په هغو استوګنځيوکې پاتې شي چې د دوى د لومړني ميشت کولولپاره په پام کې نيول شوي دي .
دغه رازټاکل شوې وه چې د نغدو پيسو پرځاى د اړ تيا وړ وسايل په واک کې ورکړي شي .
تر اوسه پورې هغه ټول زيات عمر لرونکو پناه غو ښتوونکو چې د پناه غوښتوونکو د ميشت کولو لومړنيو استوکنځيو ته رسيدل؛ په مياشت کې ١٤٣يورو ترلاسه کولې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته