ټولنه

په کندز کې د څوارلس نيم کيلومترو سړک د جوړولو کار پيل شو

کابل /دکب ١٣مه/ باختر
د کندز په امام صاحب کې پرون د څوارلس نيم کيلومتره سړک د جوړولو کار پيل شو .
دکندز د کليو بيا جوړولو اوپراختيا رييس دوست محمد ريحان دباختراژانس  سيمه ييز خبريال بريالي  همنوا ته وويل چې دغه سړک  دڅوارلس نيم کيلو مترو په  اوږدوالي او د څلورو مترو په سور د ٩٧ ميليونو ٥٠٠ افغانيو په لګښت د بيش کپه له کلي څخه د دغه ولايت د امام صاحب ولسوالۍ د مجرخاتمه  ترکلي جوړېږي .
هغه زياته کړه چې د دغه سړک په تګلوري کې کوچني او ستر پلګوټي هم جوړېږي چې چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.
د دغه سړک دکار په پرانستلو کې د کندز والي عبدالجبار نعيمي او نورو سيمه ييزو مسوولانو ګډون کړى وو.
ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته