ټولنه

په بادغيس کې يوې نجلۍ ځان وواژه .

-کابل باختر د وږي  اتمه :
دبادغيس ولايت دابکمري  ولسوالۍ امنيتي مقاماتو ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديوې اتلس کلنۍ  نجلۍ دځان وژنې خبرورکړ .
دابکمري  ولسوالۍ امنيه قوماندن سمونوال غلام  حيدر عطايي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه نجلۍ  نادره نوميده اومجرده وه
ده زياته کړه چې ددغې پيښې  انګيزه  لاتراوسه پورې  روښانه نه ده .
دابکمري  ولسوالۍ دا منيه قوماندان دڅرګندونوله مخې: لومړنې څيړنې پيل شوي او ددغې  پيښې دعاملانو دنيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
داپه تيرو دريو اوونيوکې په بادغيس ولايت کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دريم مورد دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته