فرهنګ

د سراج تاريخي کلا د دويمې برخې ( ساختمان او مسجد) د بيارغونې چارې پيل شوې

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٢٩ مه
هغه غونډه چې د لغمان ولايت دسراج کلادتاريخي ودانۍ ددويمې برخې ( ساختمان او مسجد) د بيارغونې د هرکلي په موخه، د همدې کلا په انګړ کې جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت   د فرهنګ او هنر معين او سرپرست وزير پوهاندمحمدرسول باوري سربېره په کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان،دولايتي شورا رييس او استازي،قومي مشرانو، ځوانانو او ګڼ شمېر فرهنګيانو په کې ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د دغې کلا  د بيا رغونې په اړه مالومات وړاندې کړل .
نوموړي وويل: ( د سراج تاريخي کلا د دويېمې برخې (ساختمان او مسجد) د بيارغونې چارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انکشافي بوديجې (۲۲۷۳۶۱۵۰) دويشت ميليونه، اوه سوه شپږدېرش زره، يو سل اوپنځوس افغانيو په مالي لګښت د عزيز نعيم او JV ( ارشاد خالص او فياض امرار) شرکتونو له لوري د (۱۸) اتلسو مياشتو په موده کې د تاريخي ځايونو او ودانو د بيارغونې د اصولو سره سم رغول کېږي).
ده په خپلوخبرو کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پيرزوينې او دولايت مقام د هلو ځلو څخه چې د دې کلا د بيارغونې لپاره يې کړې مننه او کور ودانی وکړ.
ده همداراز د لغمان ولايت فرهنګيانو، ځوانانو او له ټولو هغو هم مننه وکړه چې د دغې کلا د بيارغونې لپاره يې هلې ځلې کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او د فرهنګ او هنرمعين پوهاند محمد رسول باوري په خپلو خبرو کې دسراج کلاپه قدامت او ارزښت په اړه رڼا واچوله؛ ده  وويل ( تاريخي کلاوې او ځايونه زموږ تاريخ دى، د دوی رغونې او ساتنې ته بايد ډېر پام وکړو، ځکه چې دا  زموږ  د تاريخ ښکارندوی کوي).
ده  خوښي څرګنده  کړه  چې دخپل ماموريت په دوران کې دسترې پروژې ( دسراج کلا ددويمې برخې ساختمان او مسجد ) دبيارغونې چارې پيلوي.
ده ژمنه وکړه چې هغه تاريخي څلي، ودانۍ او نور تاريخي ځايونه چې بيړني بيارغونې ته اړتيا لري او کم لګښت پرې راځي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يې له هر څه وړاندې رغوي.
ده همدا راز ډاډ ور کړ چې ټول تاريخي ځايونه به په وار سره رغول کېږي.
لغمان والي عبدالجبار نعيمي بیا د لغمان ولسونو ته دسراج تاریخي کلا د دويمې برخې پروژې چې مسجد او قصر پکې شامل دي بيارغونې چارو دپيلیدو  دمبارکۍ ويلو ترڅنګ ډاډ وکړ چې د ولايت      په کچه به دټولګټو پروژو دتطبیق ترڅنګ دنورو تاريخي آبدو رغونې       ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او په دغه برخه کې به خپلو هلوځلو         ته دوام ورکړي.
دلغمان والي هم د اطلاعات او کلتور وزارت دځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه او په خلکو يې غږ وکړ چې د عامه شتمنیو ساتنې او پالنې ته اساسي پاملرنه وکړي او هم په ټول قوت انکشافي پروژو ته دتطبیق په برخه کې دهر اړخیزې زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
په غونډه کې د لغمان پوهنتون استاد عمران الله خنجر، قومي مشر حاجي شامرد خان، د ولايتي شورا استازی حاجي محمدظاهر حسين خيل او مولوي سعيدالرحمن احساس په وار سره د نوموړې پروژې په ارزښت ترڅنګ د لغمان ولايت مقام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اودلغمان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه دمننه وکړه چې دلغمان ولايت دسراج تاريخي کلا د بيارغونې ته يې جدي پاملرنه وکړه اوپه خپلو هلو ځلوپه پايله کې يې ددغې کلا دبيارغونې چارې پيل کړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته