امنیت

په جوزجان کې د عقاب _ ١٥عمليات

کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
دملي اردو د منسوبينو د چاڼيزوعملياتو په بهيرکې چې په جوزجان کې ترسره شول؛ دوه تنه وسله وال طالبان ونيول شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته وويل: دملي اردو منسوبينو د ډاراچوونکو دله منځه وړلو په خاطر د عقاب _ ١٥په نامه چاڼيز عمليات دجوزجان ولايت د فيض آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره کړل چې په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان ونيول شول او د دښمن يو موټرسايکل او يوه اندازه مهمات ترلاسه شول.
ديوبل خبر له مخې: دسرپل ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د منسوبينو د ګزمې په بهيرکې يو وسله وال مخالف ونيول شو او يو موټر سايکل ترلاسه شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته