ورزش

د عينکو د مسو کان ټيم د بند امير ټيم ته ماتې ورکړه

کابل/ دتلې ١٦مه / باختر
د عينکو د مسو کان ټيم نن د بند امير د کرکټ ټيم ته د څلورو منډو په توپير سره ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې لومړى د عينکو د مسو کان ټيم توپوهنه پيل کړه او د ٧ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره يې بند امير ټيم ته د ١٥٧ منډو هدف وټاکه چې د بند امير ټيم د څلورو منډو په توپير سره لوبه وبايلله.
د افغانستان د کرکټ٢٠ آوريزې سيالۍ (شپږيز ليګ) د تلې په ١٥مه پيل شوې        دي او د تلې تر ٢٦ مې پورې د کابل د کرکټ په ملي لوبغالي کې دوام کوي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته