امنیت

د ګوشتې ولسوالۍ سرحدي ځواکونه وستايل شول

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ١٤ :
دکورنيو چارو وزير نن د ډيورندکرښې په اوږدوکې د ګوشتې په سيمه کې  دافغان اوپاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې سيمه وکتله.
سترپاسوال مجتبى پتنګ سره په دې سفرکې يو شمېر جنرالان او د ننګرهار سيمه ييز مقامات ملګري دي.
دکورنيو چارو وزير دګوشتې ولسوالۍ له قومي مشرانو او خلکوسره په کتنه کې  ژمنه وکړه چې دولت د هغوى د سيمه  ييزو ستونزو د لرې کولو لپاره دبيارغاونې په سلګونه پروژې ترسره کړي.
دکورنيو چارو وزير دګوشتې د ولسوالۍ له خلکو څخه وغوښتل چې د امنيت په تامينولو او د تروريزم پرخلاف په مبارزه کې له خپلو سرتيرو سره همکاري وکړي.
ملک نادرخان او ملک عبدالمنان دکورنيو چارو له وزير سره په کتنه کې وويل  چې د ژوندانه تر وروستۍ سلګۍ پورې به د يرغلګرو په مقابل کې دخپلې خاورې دفاع  وکړي.
په دې سفرکې دکورنيو چارو وزير د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې  سيمه او د افغانستان په خاوره کې دپاکستان جوړ شوي تاسيسات وکتل اوهغو پوځيانوته يې چې ددغې جګړې په بهيرکې وړتيا ښودلې وه؛ مډالونه اوستاين ليکونه ورکړل.
له بله پلوه، د ننګرهار والي ګل آغا شيرزي هم له دغو سرتيرو سره نغدي مرسته وکړه او د هيواد د دفاع په لاره کې يې د دوى سرښندنې او ميړانې وستايلې.
په رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي: د ګوشتې په ولسوالۍ کې د افغان او پاکستان ځواکونوترمنځ  دجګړې په بهيرکې دقاسم په نامه دافغانستان يو سرحدي پوليس شهيد او درې تنه نورټپيان شول .
په دې جګړه کې افغان ځواکونو وکولاى شول هغه سيمې چې په دې وروستيو وختو کې پاکستاني پوځيانو نيولې وې؛ ځاى پرځاى شي او دافغانستان په خاوره کې دپاکستاني پوځيانو له خوا په دغو سيموکې جوړه شوې دروازه او نورتاسيسات دړې وړې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته