سیاستخبرونهفرهنګټولنهTOP

نفاق اچول د دښمن اصلي موخه ده

کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات ولایت سرپرست مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي په یو خپاره کړي ویډیویي کلېپ کې ویلي، چې د هېواوالو ترمنځ د نفاق رامنځته کول د دښمن اصلي موخه ده او ولس باید دغې موخې د دښمن د رسېدو مخه ونیسي.

نوموړي هېواد کې شته ټینګ شوي امنیت ته په اشارې زیاته کړې، چې دښمن د امن شته فضا نه شي زغملی او د نفاق اچولو له لارې هڅه کوي هېواد کې وضعیت ګډوډ کړي.

فراهي د یو اوږد مهال لپاره د ورورۍ په فضا کې د افغانانو د یو او بل زغمل ستایلي او پر دوام یې ټینګار کړی دی.

مولوي حیات الله مهاجردغه څرګندونې، هرات کې وروستیو بزدلانه او نفاق اچونکو پېښو ته په اشارې کړي، زیاته کړې یې ده، چې د دغو پېښو د عاملانو د نیولو هڅې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته