کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
په نيمروز ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او يوتن بل ټپي شو .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دترافيکو مدير حاجي زرين دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن سهار په زرنج ښار کې له يوې ريکشا سره ديوه کرولا موټر په ټکرسره رامنځته شوه چې له امله يې دريکشا يوه سپرلۍ ووژله شوه او يوه بله يې ټپي شوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل دقضيې په تور دکرولا موټر چلوونکي دترافيکو دپوليسو له خوا نيول شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ