سیاست

د جمهور رييس مرستيال : په ټول افغانستان کې انډوليزه پرمختيا ترسره کيږي

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٢ :
دميدان وردګو ولايت يو زيات شمېر وکيلانو، عالمانو، د مدني بنسټونو غړو، فرهنګيانو او مخورو نن د جمهور رييس له مرستيال قانونپوه سرور دانش سره وکتل او د دغه ولايت ستونزو ته يې د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د دوى د څرګندونوله مخې نا امني، پوهنتون ته د ځاى تثبيتول او انډوليزه پرمختيا د ملي وحدت له حکومت څخه د ميدان وردګو ولايت د خلکو ډيرې مهمې غوښتنې او مطالبات دي.
دوى په جلريزکې د وروستۍ ترخې پيښې او دغه راز د سيمې د اصلي اوسيدونکو اوکوچيانو ترمنځ د رامنځته شويو قضيو له امله د انديښنې په څرګندولو سره وويل: خلکو په تيرو وختونوکې له يوبل سره ستونزې نه لرلې او اوس هم نلري، خو له بده مرغه يوشمېرکسان د افغانستان د قومونو ترمنځ د دښمنۍ د پيداکولو په لټه کې دي او حکومت بايد مخه يې ونيسي .
د جمهور رييس مرستيال په دې کتنه کې دهېواد دپيښو په وړاندې د ميدان وردګو ولايت د مشرانو د مسووليت د احساس له امله د خوښۍ په څرګندولو سره وويل:  د ميدان وردګو خلک د افغانستان په تاريخ کې اوږده او ځلانده سابقه لري او د فرهنګي او سياستوالو خلکو په توګه دهېواد د نورو سيمو له اوسيدونکو سره ښې او دوستانه اړيکې لري .
ده زياته کړه: له بده مرغه دهېواد دښمنان تل د افغانستان د بې ثباته کولو او ددغه هېواد د اوسيدونکو ترمنځ د دښمنۍ او نفاق د پيداکولو په لټه کې دي. له دې امله بايد د افغانستان خلک دغه ټکي ته متوجه و اوسي .
قانونپوه دانش دغه راز د جلريز د وروستۍ ترخې پيښې او هم د سيمې داصلي اوسيدونکو او کوچيانو ترمنځ د نښتو او په دغو نښتوکې د سر د زيان په باب څرګنده کړه: د جلريز پيښه له بده مرغه زياتره د ناهمغږيو او د امنيتي مسوولينو د نه پاملرنو زيږنده ده. په دې سيمه کې يوه ډيره بې سارې پيښې وه او د سيمې خلک بايد نور د هېواد دښمنانو ته د دې اجازه ورنه کړي چې د دوى د استوګنې په سيمه او ټاټوبي کې په دغه شان جنايتونو لاس پورې کړي.
ده زياته کړه: په دې ورځو کې د سيمې د اصلي اوسيدونکو او کوچيانو ترمنځ هم ترخې پيښې روانې دي چې زياتره له سيمې څخه بهر او په مافيايي بانډونوکې جرړې لري .
د جمهور رييس مرستيال وويل: هغه کسان چې د کوچيانو او د سيمې د اوسيدونکو قضيه رامنځته کوي؛ د صحنې ترشا ناست او ننداره کوي؛ خو بېګناه خلک هره ورځ شهيدانيږي .
ده دغه راز څرګنده کړه چې حکومت او په خپله دهېواد جمهور رييس د دغې موضوع د دايمي حل لپاره روښانه طرحه لري چې د سيمي د اصلي اوسيدونکو او د کوچيانو ترمنځ د شخړو د حل کولو دکميسيون په جوړيدو سره هيله لرو دغه طرحه عملي شي او زموږ خلک د تل لپاره له دې پلوه سوکاله شي .
قانونپوه دانش دغه راز د انکشافي مسئلو په باب هم څرګنده کړه: زموږ يوه ډيره مهمه غوښتنه دا ده چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې انکشاف په انډوليز ډول او يو شان ترسره شي .
ده د ميدان وردګو پوهنتون د ځاى د تثبيتولو په باب هم وويل چې دغه مسئله په خپله د خلکو په تفاهم پورې اړه لري او هر هغه ځاى کې چې دوى وغواړي؛ حکومت به يې تثبيت کړي او سيلقوي نظريې به عملي نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته