خبرونهاقتصادټولنه

په ننګرهار کې د څه باندې ۸ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو چارې پیل شوې

 کابل، د کب ۱۹مه، باختر

د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې تورخم ته نږدې په مومندرې ولسوالۍ کې بیرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د یونیسف سازمان له لوري د څه باندې  ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، چې په دغو پروژو کې د ۵۰ متر مکعب په وړتیا سره د دوو ذخیرو جوړول، د ۱۱ زره مترو په اوږدوالي پایپ لاین غځول، ۳۴ سولري تختې لګول او د ۸۲ نل لیکو نښلول هم شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو شبکو په جوړېدو سره به د سیمې ۷۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته