سیاست

د اي ټي سي پاکولو موسسې درييس دخدمتونو قدرداني وشو

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ١٧ :
د ا ي   ټي  سي  دماين پاکولو دموسسې دبنسټ ايښودونکې او رييس  کفايت الله ابلاغ ديوې غونډي په ترڅ کې  دخدمتونو قدرداني وشوه.
دباختر اژانس   دخبرله مخې  په دې غونډه کې  چې دپروفيسر صبغت الله مجددي ، دجمهوري رياست دسلاکارانو ، دپارلمان ديوشمير  وکېلانو، دلوړو زده کړو دوزير  دوزارتونو ديوشمير معينيانو اورييسانو اوپه کابل کې دبهرنيو هېوادونو ديوشمير سفيرانو په ګډون جوړه شوې وه لومړۍ  د اي  ټي  سي   دماين پاکولو  موسسي بنسټ ايښودونکې او رييس کفايت الله  ابلاغ ددغې موسسې دکار اوفعاليت  په باب معلومات ورکړل اودماين پاکولو په برخه کې يې دخلکو دهمکاريو اودنړيوالې ټولنې دمرستې له امله  قدرداني وکړه.
وروسته پروفيستر صبغت الله مجددي دماين پاکولو په برخه کې دابلاغ دکارونو دستاينې او يادونې په ترڅ کې په جهاد اوله ماينونو څخه دهيواد په پاکولو کې دسرښندنوپه لاره کې دافغانستان د ملت ميړانه وستايله .
دغه راز په دې غونډه کې دولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي دکابل  پوهنتون  استاد ډاکتر اياز نيازي ، په ولسي جرګه کې  دلغمان دخلکو استازي  جنرال نقيب الله ، په اروپا کې دافغانانو دفرهنګي اوکلتوري ټولنې رييس محمدسعيد يوسفزي او دژورنالستانو دملي اتحاديې مرستيال ميرزامحمدکرامت خبري وکړي د  اي  ټي  سي   دماين پاکولو دموسسې درييس کفايت الله ابلاغ  اوددغې  موسسې دنورو کارکوونکو دکار  فعاليت اوبرياليتوبونو له امله قدرداني وکړه.
دوي وويل  چې ددغې موسسې دمړينې  اومعيوبيت له خطر څخه دزرګونو هيوادوالو دژغورنې په خاطر تراوسه پوري  په ټول هيواد کې په مليونونو ماينونه اوجنګي مهمات له منځه وړي دي اودافغانستان خلک به هيڅکله دهغوى دغه خدمتونه هيرنه کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته