کابل باختر د وږي يو ديرشمه :
ناپيژاندو وسله والو کسانو دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ يو اوسيدونکى ددغه ولايت په ګذرې ولسوالۍ کې په ډزو سره وواژه .
دغه سړى چې ملاګل محمد نوميده او دشينډنډ ولسوالۍ اوسيدونکى و پرون په ګذرې ولسوالۍ کې ترور شو .
ددغه سړي مړى دهرات مرکزي روغتون ته وليږدول شو .
ددغه روغتون ډاکتران وايي چې دغه سړى په ډزو سره وژل شوى دى .
په همدې حال کې دهرات پوليس وايي چې ددغې پيښې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې شوي دي .
دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې څه ناڅه لس تنه په هرات کې ترور شوي دي .
تراوسه پورې ددغې پيښې انکيزه نه ده روښانه شوې .