سیاستخبرونهTOP

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت په هېواد کې د دیني او عصري علومو ترمنځ توازن ته ژمن دی

کابل، د سلواغې ۹مه، باختر

د رياست الوزرا سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير په شیخ زايد پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته وویل چې اسلامي امارت په هېواد کې د ديني او عصري علومو پرمختګ او توازن ته ژمن دی.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې د لويو لارو او سړکونو جوړول د هېواد په پرمختک کې د ملا تیر حيثيت لري، چې اسلامي امارت عملاً د هېواد د لويو لارو جوړولو کارونه پيل کړي دي.

د نوموړي په خبره، د چين سره د واخان لویه لاره چې ورباندې کار روان دی له دغه  لارې به د افغانستان صادرات او واردات مستقيماً چين هېواد سره ترسره کېږي.

د رياست الوزرا سیاسي مرستيال همدا ډول وويل چې په تېر کې د ميلياردونو ډالرو په شتون کې د هېواد د ابادۍ لپاره د کرنې لپاره کوم لوی بند جوړ نه شو، مګر اوس د وچکالۍ د مخنيوي او زراعتي ځمکو د خړوبولو په پار د هېواد د ټولو ولسواليو لپاره يو – يو چکډيم جوړېږي.

د هغه په وینا اوسمهال په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولیو د فعالیت ترڅنګ په کابل کې د د مختلفو هېوادونو سفارتونه فعال دي او هم د ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ټول سوداګریز بندرونو پرانيستې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته