کابل، د چنګاښ ۱۸ مه، باختر
د لوی اختر د را رسېدو په مناست په فراه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د لسګونو کسانو په ګډون مشاعره جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې مشاعره کې لسګونو شاعرانو، ادیبانو ګډون کړی و چې شاعرانو خپل شعرونه د وطن آزادۍ او د نظام ملاتړ لپاره ولوستل.
په پای کې د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي سباوون له شاعرانو او ادیبانو څخه په مننې سره وویل د خوښۍ ځای دی چې د اختر په مناسبت په یاده مشاعره کې له تاسو سره ګډون لرم.
هغه له ټولو شاعرانو او ادیبانو وغوښتل چې د خپل فرهنګ او ژبې د بډاینې لپاره خپل شعرونه له نورو خلکو سره شریک کړي.
نوموړي وویل چې شاعران د یوې ټولنې سترګې او غوږونه دي چې له همدې لارې د ټولنې خدمت کوي.
ع