امنیت

يوه ښځه په فارياب کې ووژل شوه

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر:
يوه ځوانه ښځه تېره شپه په فارياب کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له لوري ووژل شوه .
دفارياب  دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش  باختراژانس ته وويل چې دغه ښځه دميمنې ښار دڅلورمې ناحيې  په ګذر عرب خانه سيمه کې  په خپله کور کې دتومانچې په ډزو سره ووژل شوه .
يورش زياته کړه، ددغې ښځې ميړه چې ددغه ولايت دجيل دملکي خدمتونو کارکوونکى و هم ددغو افرادو له لوري ټپي شوى دى او ددرملنې لپاره کابل ته لېږدول شوى دى . 
خبرځاى وايي  پوليس ددغې پېښې دعاملينو دنيولو لپاره هلې ځلې  کوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته