خبرونهټولنهTOPښوونه او روزنه

د عبدالله بن مسعود (رض) جامعې د قضاء او افتاء تخصص له برخې څخه لسګونه فاضلان فارغ شول

کابل، د سلواغې ۸مه، باختر

د عبدالله بن مسعود رض جامعې د افتاء او قضاء د تخصصاتو له برخې څخه نن لسګونه فاضلان د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په شتون کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو ته د رئيس الوزراء په را استول شوي پیغام کې ویل شوي، چې اسلامي امارت د ولس د سوکالۍ په موخه دوامداره هڅې کوي او د شريعت په رڼا کې حق حقدار ته رسول خپل مسوولیت ګڼي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له ولس سره د مسوولینو پر ښه چلند ټینګار وکړ او ویې ویل؛ د اسلامي امارت ټول مسوولين هڅه کوي، چې له خپلو مراجعينو او عامو خلکو سره د اسلامي اساساتو په رڼا کې ښه چلند وکړي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد نديم په دغه غونډه کې وویل چې تخصص د ټولنې د تکامل او پرمختګ وسيله ده او په هره برخه کې د متخصصينو شتون ستره اړتيا ده.

ندیم له سترې محکمې او اړوندو ارګانونو څخه غوښتنه وکړه، چې د قضاء او افتاء برخې له تخصص څخه تازه فارغ شوي کسان د اړتیا وړ بستونو کې استخدام کړي.

په همدې حال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شيخ نورمحمد ثاقب وویل چې د افتاء او قضاء تخصص په نوره نړۍ کې هم ترسره کیږي، خو ګټه یې په افغانستان کې ډېره ده، ځکه دلته اسلامي نظام دی او د تطبیق لپاره عملي برخې لري.

هغه فارغو شویو مفتیانو او قاضيانو ته په خطاب کې وویل: (هڅه وکړئ، چې د رسول اللّٰه ص نيابت په سمه توګه ترسره کړئ.)

د یادونې وړ ده، چې د عبدالله بن مسعود رض جامعې د قضاء او افتاء د تخصص له برخې څخه ۱۲۶ تنه فاضلان په داسې حال کې فارغ شول، چې تېر کال هم په همدې برخه کې ۳۷ تنه له دغې جامعې څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته