کاري فرصتونهاقتصادټولنه

د خوست په صنعتي پارک کې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د خوست ولايت د صنعتي پارک ځمکه له کلونو وروسته له غصب خلاصه او نن په کې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پيل شوې.
په یادو مراسمو کې د خوست د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شمس الاحمد وویل، چې په خوست کې لسګونه فابریکې د ځای نشتون له وجې له ستونزو سره مخ دي، چې د یاد صنعتي پارک په جوړېدو سره به د دوی ستونزې حل او سلګونو ځوانانو ته به د کار زمینه برابره شي.
نوموړي زیاته کړه، چې تر دې دمه په یاد صنعتي پارک کې د پانګونې په موخه ګڼ شمېر پانګوالو غوښتنلیکونه ورته سپارلي، چې د ځانګړي طرزالعمل او مراحلو له تکمیل وروسته به ورته ځمکې توزیع شي.
ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي قدرت الله جمال خپلو خبرو کې د ولایتي ادارې او امنیتي مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د کلونو ځنډ وروسته یې د صنعتي پارک پاتې ځمکه له غاصبینو خلاصه کړه.
مولوي جمال زیاته کړه، چې په ټول توان د پانګوالو او صنعتکارانو ملاتړ کوي او د خوست له پانګوالو یې وغوښتل، چې په یاد صنعتي پارک کې پانګونه وکړي، څو په دې سره سلګونه بې روزګاره ځوانان په کار بوخت شي.
نوموړي وویل، چې په یاد پروژو کې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۲۶۰ مترو په اوږدوالي د احاطې دېوال، د ۲۷۶ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال او د ۶۰۰ مترو اوږدوالي په اندازه د صنعتي پارک داخلي سړکونو جوړول شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د خوست صنعتي پارک ځمکه د تېرو څو کالونو راهیسې د ځایي خلکو او زور واکو له لورې غصب شوې وه، چې د ولایتي ادارې او امنیتي ځواکونو له لورې له غصب خلاصه او نن پکې د رغونې چارې عملا پېل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته