کابل باختر دسلواغې اتمه :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر دمعين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ نن دهرات دتيموريانو دځلانده پيړى دانځورګر او ميناتوريست استادکمال الدين بهزاد دعلمي اوتحقيقي سيمينار دجوړولو کميسيون غونډه وکړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې چې داړوندوبنسټونو درييسانو او استازو په ګډون جوړه شوه دهرات دتيموريانو دځلانده پيړى دانځورګر او ميناتوريست استاد کمال الدين بهزاد د سيمينار دجوړولو په خاطر دلازمو تياريو په مقصد علمي ، تدارکاتي او تشريفاتي کميټې جوړې شوې .
دغه راز په دې غونډه کې دسيمينار دلوګو ، بنرونو او شعارونو دبرابرولو په اړوند خبرې اترې وشوې او دکميسيون غړو دښه تياريو په لاره کې خپلې نظريې ، پيشنهادونه اوطرحې وړاندې کړې .
په پاى کې پوهاند باوري دهرات دتيموريانو دځلانده پيړى دانځور ګر اوميناتوريست استاد کمال الدين بهزاد دعلمي او تحقيقي سيمينار دښه جوړولو په خاطر دکميسيون دغړو په هلوځلو ټينګار وکړ .
دغه سيمينار به دراتلونکې کال د ثور په مياشت کې ددريو ورځو لپاره په کابل کې جوړ شي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل