امنیت

د هېواد په اتو ولایتونو کې ۱۳۱ طالبان ووژل شول

کابل / د زمري ۹ / باختر
په تېرو ۲۴ ساعتوکې د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۱۳۱ وسله وال طالبان ووژل شول.
باخترآژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له خولې خبرورکړچې دغه طالبان دغزني ، پکتیکا ، قندهار، زابل ، هرات ، جوزجان ، تخاراو کاپیسا په نا امنو سیموکې د وګړني پاڅون کوونکو او د هوايي قواوو په ملاتړد امنیتي او دفاعي ځواکونوپه یولړعملیاتوکې ووژل شول.
خبرځای زیاته کړه چې د دغو عملیاتوپه پایله کې ۶۲ نورطالبان ټپیان او ۵ نورونیول شول او د دوی یوه اندازه جنګي وسایل ویجاړشول.
دغه راز پوځيانو په تېرو ۲۴ ساعتو کې د طالبانو۹ ځای پرځای شوي ماینونه له یوشمېرنا امنو ولایتونو څخه کشف او شنډ کړل. -ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته