امنیت

د بغلان کيان دره بېرته د دولت لاسته ورغله

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٩مه
افغان پوځيانو تېره شپه په بغلان کې د «کيان دره» بېرته له طالبانو څخه ونيوله.
د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري دباختر آژانس سيمه ييزخبريال ته وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې تورموش او کيان دره له وسله والو طالبانو څخه بېرته ونيوله .
هغه زياته کړه: په عملياتوکې وسله والو طالبانو د سرد زيان په ورکولو سره له ساحې څخه وتښتېدل.
د دوشي ولسوال وويل: وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې د کيان دره ونيوله او       په دې موده کې د خلکو د مالونو په غلا کولو سربېره د سيمې اوسيدونکي هم ځورول.
پاى ذ 
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته