سیاست

بيځايه شويو کورنيو ته د مرستې ويشل پيل شول

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ١٣ :
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير ډاکتر جماهير انوري  نن  دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنري دمرستو ويشل په څلورسوه اته ديرشو بې خايه شويو اومستحقو کورنيو باندې  پيل کړل.
هرې کورنۍ ته غنم ،. غوړي ، سکاره ، شړۍ ، دپخلنځي وسايل او دژمنيو جامو انډې  نن  اوسبا دکابل دښځينه بڼ په انګړ کې ويشل کيږئ .
دباختراژانس دخبرله مخې، ددغو مرستو دويشلو دپيل په مراسمو کې ډاکتر جماهيرانوري دمرسته کوونکو موسسو څخه  دمننې په ترڅ کې  څرګنده کړه   چې  د ژمي په دې سړه هوا کې د بيځايه شويو  اومستحقوکورنيودلاس نيوي لپاره زموږ دبلنې په وړاندې  څو نړيوالې خيريه موسسې اومرکزونه لبيک وويل او په ټول هيوادکې  له دغو کورنيوسره يې دژمنيو مرستوويشل پيل کړل.
دمهاجرنيودراستنولو دچارو وزير  يادونه وکړه چې دافغانستان اسلامي جمهوريت  او ددغه وزرات چارواکي  له هرامکان څخه  دهغو ستونزو دڅيړنې په لاره کې  چې بيځايه شوي کورنۍ په خيمو کې  ورسره مخامخ دي  استفاده کوي . خوڅرنګه چې ددغه شان کورنيو شميرزيات دي   ددې اړتيا شته چې دملي اونړيوالو موسسو اومرکزونو دمرستو غوښتنه وکړو.
دغه راز کابل والي هم   چې دمرستو دويشلو په غونډه کې  حاضر و له دغو کورنيوسره يې  دزياتو مرستو غوښتنه وکړه .
دغه راز دمهاجرينوپه چارو کې دملګروملتو عالي کميشنري  يوه اوونۍ مخکې   په پغمان کې  له درې سوه  دري پنځوسو بيځايه شويو کورنيوسره اودکابل  په څرخي پله کې له يوسلو دوه نوي کورنيوسره  دغه شان مرستې کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته