فرهنګ

ډاکتر کمال سادات دبلخ داطلاعاتو اوفرهنګ رياست د ستونزو دحل ژمنه وکړه

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٩:
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن  دويډيو کنفرانس له  لارې  دبلخ ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ له رئيس سره دمکافاتو او مجازاتو  په اصل  ټينګار وکړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې ويډيو کنفرانس کې ډاکترکمال سادات دمکافاتو او مجازاتو په اصل د ټينګار په ترڅ کې څرګنده  کړه چې هغه شمير کارکوونکي  چې ددندو داجرا کولو په بهيرکې  او دادارې په وړاندې  په خپلو ژمنو مخلص اوصادق وي ، دمکافاتو وړ دي او هغه کارکوونکي چې  دخپلو دندو په وړاندې بې پروايي کوي بايد دملکي خدمتونو دکارکوونکو دقانون له  مخې له هغوى سره چلندو شي  .
دغه راز دبلخ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس صالح محمد خليق هم  دمجازاتو او مکافاتو اصل ته په اشارې سره زياته کړه  چې  ددغه رياست يوشمير  ژمنو کارکوونکو ته ستاين ليکونه  په پام کې نيول شوي دي چې ډير  ژر به هغوى ته ورکړ شي .
ده دغه راز وويل  چې دبلخ ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ ر ياست دبشري منابعو او تشکيل په برخو کې له ستونزو سره مخامخ دى.
په پاى کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرست له هغوى څخه وغوښتل چې
دبلخ ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په وړاندې چلنجونه  طرحه او دغه وزارت  ته يې واستوي  چې دهغو دحل کولو په برخه کې دراتلوونکي کال په بودجه کې تصميم ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته