سیاست

دوزيرانو شورا دقوانينو دکميټې غونډه جوړه شوه

کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
  دوزيرانو شورا دقوانينو دکميټې غونډه نن دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم په مشرۍ  جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ، په دې غونډه کې دپيسو دله منځه وړولو پرخلاف دمبارزې او له دې امله درامنځته شويو عوايدو او د ډار اچونې دتمويلولو پرخلاف دمبارزې دقوانينو  طرحې په اصولو کې تاييدې شوې  او دهيواد  دقوانينو په  برخه کې يو لړ نورې طرحې تاييدې او دوزيرانو شورا ته وسپارل شوې .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دوزيرانو شورا دقوانينو دکميټې د غونډې په پيل کې څرګنده کړه هغه قوانين  چې نن دقوانينو دکميټې په غونډه کې څيړل کيږي  دنړيوالې ټولنې ترمنځ زموږ دهيواد حيثيت اووجاهت لپاره ډير مهم دي .
په دې غونډه کې دماليې وزارت معين  لومړى دپيسو دله منځه وړلو پرخلاف دمبارزې او له دې امله  درامنځته شويو عوايدو او دتروريزم دتمويلولو  پرخلاف دمبارزې دقوانينو طرحې په ترتيب سره غونډې ته وړاندې کړې .
دعدليې وزارت معين ددغو قوانينو دارزښت  په باب خبرې وکړې او هغه يې دهيواد لپاره ډير مهم وبلل له خبرو اوڅيړنووروسته د دواړو قوانينو په طرحو کې يو لړ نيمګړتياوي  وپيژندل شوي غونډې په اصولو کې دغه طرحې تاييدي کړي او پريکړه يې وکړه چې دعدليې وزارت تر نظر لاندې او دماليې وزارت او دافغانستان بانک داستازو ، دعدلي او حقوقي مشورتي بورد درييس نصر الله ستانکزي په عدلي او حقوقي چارو کې دسلاکار وزير محمد اشرف رسولي او دسوداګرۍ دخونو دعامل رييس قربان حقجو په غړيتوب يوه کميټه ، ددغو قوانينو طرحې بيا وڅيړي  او دنننۍ غونډې دنظريو او اصلاحي وړانديزونو په رعايتولو سره دې ، اصلاح  شوي طرحه دقوانينو دکميټې يوې غونډې ته وړاندې کړي .
دغونډې په بله برخه کې دکابل دنوى ښار دجوړولو او پرمختيا دشرکت داساسنامې ، دټولنيز ملاتړ دقانون طرحې او دواټ دترافيکو دقانون د ٥٣ مادې دتعديل طرحه وڅيړل شو .
ددغو طرحو دځينو مادو په باب نظريې او اصلاحات وړاندې شول او دهغو په پام کې نيولو سره  دغه طرحې تاييدي شوي او دتصويب لپاره دوزيرانو شورا ته وسپارل شوې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته