سیاست

حامدکرزي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له رييس اوغړو سره وکتل

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون له رييس اوغړو سره وکتل.

باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې،  په دې کتنه کې   چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې وشوه او دجمهوري رياست مرستيالانو هم پکې ګډون کړي و دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون رييس او غړو   د جمهوري رياست دراتلوونکو انتخاباتو لپاره دتياري په باب دهيواد جمهوررييس ته معلومات ورکړل.

دوى دغه راز ددغه  کمييسون  دپنځه کلن  پلان ياستراتژي  دطرحي په باب څرگندونې وکړې او زياته يې کړه چې په نږدي راتلوونکي  کې  به هغه دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس ته وړاندي کړي .

په دې کتنه کې  دتيرو انتخاباتو سرغړونو اودبهرنيو دلاس وهنو چې پکې ترسره شوې هم خبري وشوې اوپه دې باب چې بايدله هغو څخه پندواخيستل شي  او اجازه ورنه کړي شي چې دغه شان پيښې  په راتلوونکي کې تکرار شي خبري اتري وشوې

وروسته  دافغانستان داسلامي  جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي  وويل،  موږ دوو څيزونو  ته اړتيالرو  لومړي دانتخاباتو ځواکمني  خپلواک  کميسيون  چې دافغانستان  خلک ورباندي باور لري  او دويم  عدلي اوقضايي  مرجع چې دانتخاباتي ستونزو درامنځته کيدو په صورت کې دهغه په حل کولو لاس پورې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته