کابل / باختر/ د زمري لومړۍ
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامد کرزي د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رييس دونالد ترامپ هغه وروستۍ څرګندونې چې د پاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې يې کړې دي په ډېرو سختوالفاظو سره وغندلې.
د باختراژانس د خبرله مخې، ترامپ د پاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې ويلي دي ( که چيرې زه وغواړم کولاى شم په افغانستان کې جګړه د يوې اوونۍ په دننه کې وګټم، خو زه نه غواړم لس مليونه انسانان ووژنم . که چيرې ما غوښتې واى د افغانستان جګړه وګټم کولاى مې شول چې دغه هېواد د لسو ورځو په دننه کې د ځمکې له کرې څخه حذف کړم.)
د هېواد پخواني جمهور رييس دغه څرګندونې د افغانستان خلکو ته سپکاوى بللى دى او په دې اړوند يې مطبوعاتي دفتر يوه اعلاميه خپره کړه چې پکې حامد کرزي دغه څرګندونې د افغانستان خلکو ته ستر سپکاوى بولي او هغه په ډېرو سختو الفاظو سره غندي .
حامد کرزي ويلي، د ترامپ دغه څرګندونې زموږ د خلکو او هېواد په وړاندې د امريکا د مشرتابه د کورنيو مکنوناتو منعکس دى او ښيي چې هغوى يې انساني ژوندانه او کرامت ته هيڅ درناوى نه لري .
دوه کاله مخکې د امريکا حکومت د افغانستان په خاوره کې د ډېر سترغير اټومي بمب په کارولو سره د افغانستان د خلکو، زموږ د ملي واکمنۍ او د بشر دوستانه ارزښتونو په وړاندې د خپل ښه نيت نشتوالى وښوده .
پخواني جمهور رييس دغه راز زياته کړې، د افغانستان خلکو له زياتې مودې رايدېخوا او په تېره بيا د سولې د بهير له پيل کېدو وروسته له پاکستان سره د امريکا د متحده ايالاتو له وروستيو معاملو څخه اندېښنه لرله او د پاکستان د صدراعظم په وړاندې د ترامپ وروستۍ څرګندونې ښيي چې په دې لاره کې د افغانستان د خلکو اندېښنې په بشپړه توګه پرځاى او برحقه دي . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل