کابل باختر دلړم شپږ ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت او د هند جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونه له افغانستان سره د نړۍ د سوداګرۍ ترعنوان لاندې دوه ورځنى نړيوال کنفرانس سبا په نوى ډيلي کې جوړيږي .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د بهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي نن دغه ټکى په يوه خبري غونډه کې څرګندکړ او ويې ويل: دغه دوه ورځنى نړيوال کنفرانس چې د سيمه ئيزو اقتصادي همکاريو او د آسيا د زړه د هيوادونو د پانګې اچونې او د سوداګرۍ په برخه کې د باور جوړولو د ګامونو تر بهير لاندې جوړيږي؛ د دواړوهيوادونو د مقاماتو او د سيمې له هيوادونوڅخه د سوداګرۍ دبرخې د برياليو متشبثينو او د چارو د مسوولينو له خوا د معلوماتو وړاندې کول او ويناوې پکې شاملې دي او د آسيا د زړه د هيوادونو د سفيرانو او د سياسي او تجارتي استازو، دنړيوالو سازمانونو داستازو، سوداګرو، صنعتکارانو او دهندي او افغاني پانګې اچوونکو، د مدنې ټولنې د استازو او فعالينو، او د دواړو هيوادونو د نړيوالې سوداګرۍ او د اقتصاد د ماهرانو په ګډون جوړيږي.
ټاکل شوې ده د هندجمهوريت د بهرنيوچارو وزير سلمان خورشيد له افغانستان سره د سوداګرۍ نړيوال کنفرانس پرانيزي او د افغانستان له لوري به دماليې وزير ډاکترحضرت عمر زاخيلوال دافغانستان دحکومت په استازيتوب وينا وکړي .
په دې کنفرانس کې دکرنې او اوبو لګولو وزير، دافغانستان بانک رييس، دکانونو، د سوداګرۍ او صنايعو او د ښار جوړولو د چارو د وزارتونو معينان، د بهرنيوچارو وزارت د اقتصادي همکاريو لوى رييس، دترانسپورت او دملکي هوايي چلند او د عامې روغتيا د وزارتونو د بېلابېلو ادارو رييسان او مسوولين د ستندرد د ملي ادارې، د افغانستان لپاره د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مسوولين او د افغانستان لپاره دفرصتونو او پروګرامونو دخصوصي برخې يو زيات شمير استازي دپانګې اچونې په باره کې پروګرامونه بيانوي او دپانګې اچونې د جلبولو لپاره به خپل معلومات وړاندې کړي .
په دې کنفرانس کې د سيمې او نړۍ له نولسو هيوادونوڅخه نږدې دوه سوه پنځوس تنه سوداګر او پانګې اچوونکي ګډون کوي .
1 1 دقیقه لوستل