ټولنه

په پلخمرى ښارکې پراختيايي پروژې تطبيق شوې

کابل – باختر دمرغومې لسمه :
په پلخمرى ښارکې د روان کال په بهير کې نهه ښاري پراختيايي پروژې تطبيق شوې دي.
دغه پروژې دپلخمري ښاروالۍ له خوا دڅه دپاڅه دوه څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارلي شوي دي.
دپلخمري ښاروالۍ اداري مرستيال سيد ناصر هاشمي باختر آژانس ته وويل : په دغو پروژو کې په ښار کې په ځينو فرعي سړکونو کړيړ اچول ،ښځو او نارينه وته داوو تشنابونو جوړول په لويه لاره کې د دوو هوايي پلونو جوړول دقهوه خانې په بن کې دښاروالۍ د ودانۍ د ديوان جوړول او داووه پنځوسو زرو ميوه لرونکو او ډولي نيالګيو کېښودل شامل دي.
ده زياته کړه اووه نوري پراختيايي ښاري پروژې چې دکرکر دديښتې داستوګنې ښارګوټې په سړکونو کړيړ اچول او اوارول ،دپلخمري ښاروالۍ کارکوونکو ته داستوګنې دبلاکونو جوړول ،دششصد کوټې بن د ديوالونو جوړول او دښاروالۍ داړتيا وړ دوسايطو پيرودل په نوى مالي کال کې ترلاس لاندې دى.
چې په دغه ولايت کې به له سپين ږيرو او مسوولينو سره په تفاهم کې تطبيق شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته